منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

ملګري ملتونه: په نړۍ کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې په شدیدې بېوزلۍ کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي چې بېوزلي، خوراکي ناامني او د ټکنالوژۍ ګواښونه په نړۍ کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتوي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په نړۍ کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې په شدیدې بېوزلۍ کې ژوند کوي، داسې وضعیت چې ان بډایه هېوادونه هم د کورنیو د ملاتړ لپاره له پراخو لګښتونو سره سره، خوندي نه دي. د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، نجات معلا مجید، د شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۷مه، د بېوزلۍ له لوړېدو، خوراکي ناامنۍ او د ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي له پراخېدو اندېښنه وښوده. آغلې مجید وویل چې په ځینو هېوادونو کې له بشري حقونو سره مخالفت زیات شوی او د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا، د تازه فرصتونو ترڅنګ، ماشومانو ته جدي ګواښونه هم رامنځته کړي دي.

د هغې په وینا، په دغو ګواښونو کې له ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه، سایبري ځورونه، د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو د انځورونو او ویډیوګانو جعل کول او په مجرمانه فعالیتونو کې د ماشومانو ښکېلول شامل دي. د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ټینګار وکړ چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه ستونزه ده چې په ټولو هېوادونو کې، له کور او ښوونځي نیولې تر ټولنې پورې شتون لري.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ