منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

ملګري ملتونه: په نړۍ کې تر ۲.۸ میلیارده ډېر خلک له نامناسبه کورونو سره مخ دي

ملګرو ملتونو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په نړیواله ورځ اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې تر ۲.۸ میلیارده ډېر خلک له مناسبو کورونو بې برخې دي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل

ملګرو ملتونو د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې تر ۲.۸ میلیارده ډېر خلک د کورونو له نامناسبه شرایطو یا بې کوره کېدو سره مخ دي. دغه سازمان د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه ټینګار وکړ چې بېوزله او محروم خلک تر نورو ډېر د مناسبو کورونو له نشتوالي څخه زیانمن کیږي او دا موضوع له بېوزلۍ څخه د خلاصون پر وړاندې یو له سترو خنډونو څخه دی. د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړیواله ورځ سږکال “د ټولو لپاره خوندي کورونه” تر شعار لاندې نمانځل کیږي.

د دې شعار موخه د یوه بشري حق او د انساني کرامت د یوه رکن په توګه د خوندي او مناسبو کورونو د برابرولو پر اهمیت ټینګار دی. ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې د مناسبو کورونو برابرول د پایښت لرونکې پراختیا له موخو سره، لکه د بېوزلۍ پای ته رسول، د نابرابرۍ کمول، د پایښت لرونکو ښارونو جوړول او د سولې او عدالت پیاوړتیا، مستقیمه اړیکه لري.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ