منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شوي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي طالبان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړل؛ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم وویل چې طالبان د نه پېژندل کېدو له امله د اکو غونډې ته نه دي رابلل شوي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۲ دقیقې لوستل
United Nations Headquarters - Security Council chamber, straight-on view
Photo: Jdforrester. CC BY 4.0. Source: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:United_Nations_Headquarters_-_Security_Council_chamber,_straight-on_view.jpg

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې ۴۷۰۰ پاکستاني وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ له امله وژل شوي دي.

هغه د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه، ویلي چې پاکستان له داسې ترهګرۍ سره مبارزه کوي چې له افغانستانه سرچینه اخلي او د هغه په ادعا، طالبان یې ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) هېڅ غړي هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او له همدې امله دا ډله د اکو غونډې ته نه ده رابلل شوې.

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم په اسلام اباد کې د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې (اسیان) له سرمنشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې، له افغانستانه د نورو هېوادونو، په تېره بیا پاکستان، پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره د افغان خاورې د کارولو پر دوام «ژوره اندېښنه» وښوده. ښاغلي ډار په عین حال کې ویلي هېڅ هېواد له پاکستان ډېر د یو باثباته، په اقتصادي لحاظ پیاوړي او سوکاله افغانستان غوښتونکی نه دی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم د افغانستان پولې ته نږدې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته تللی او په پوله ییزو سیمو کې له ځای پر ځای شویو امنیتي ځواکونو سره یې کتلي دي.

ملګرو ملتونو هم په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د داعش خراسان څانګه په دې هېواد کې خپل وړتیاوې، په ګډون د وسله والو ډرونونو کارول، پیاوړې کوي.

په وروستیو میاشتو کې د اسلام اباد او کابل اړیکې سختې ترینګلې شوې او د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ څو ځله پوله ییزې نښتې رپوټ شوې دي. پاکستان د تحریک طالبان پاکستان ډله په خپله خاوره کې د بریدونو اصلي عامل ګڼي.

طالبانو څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

انځور: Jdforrester / CC BY 4.0 / ویکیمېډیا کامنز

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ