د ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر دي
یونیسف د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې د افغانستان ۵۳ سلنه ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې ښوونځي ته له تګه بې برخې دي؛ حامد کرزي غوښتنه وکړه چې د زده کړو دروازې دې پرته له کوم بندیز نجونو او هلکانو ته پرانیستل شي.
د ۲۰ نومبر، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له بې وزلۍ، خوارځواکۍ او له زده کړو د بې برخې کېدو سره مخ دي.
یونیسف ویلي چې په افغانستان کې ۵۳ سلنه هغه ماشومان چې د لومړنیو زده کړو په عمر کې دي، ښوونځي ته له تګه پاتې دي. دې ادارې همداراز ویلي چې ماشومان «له ژوندي پاتې کېدو ډېر څه» مستحق دي او هر ماشوم حق لري چې په امن کې ژوند وکړي او زده کړې وکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې ورځې په مناسبت ویلي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. ښاغلي کرزي ټینګار کړی، افغانستان هغه وخت ودانۍ او پرمختګ ته رسېږي چې د ماشومانو روغتیا او امنیت تضمین شي او د زده کړو دروازې پرته له کوم بندیز نجونو او هلکانو دواړو ته پرانیستې وي.
د دې وضعیت تر ټولو ډېر زیان نجونو ته رسېږي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۲.۴ میلیونه نجونې له زده کړو پاتې شوې دي. طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي ساتلي دي.
همداراز راپورونه ښيي چې له مخې یې، په افغانستان کې ۹۳ سلنه لس کلن ماشومان یو ساده متن نه شي لوستلی.
په همدې حال کې، د پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د دې ورځې په مناسبت غوښتنه کړې چې له پنځو کلونو کم عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته د واکسین ورکولو لپاره ګډ ژمنتیا وښودل شي.
ملګرو ملتونو په ۱۹۵۴ زېږدیز کال کې ۲۰ نومبر د ماشومانو نړیواله ورځ ونومله. دا ورځ د ماشومانو پر حقونو، په ګډون د زده کړې، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، امنیت او له تاوتریخوالي پاک ژوند، د ټینګار یو فرصت دی.
د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.
▶ بانو تلوېزیون وګورئ



