منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

افغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کې

د تاجکستان ولسمشر ولادیمیر پوتین ته له افغانستان سره د خپل هېواد د پولې د وضعیت په اړه معلومات ورکړل؛ پوتین هم د افغانستان په دوسیه کې د روسیې د همکاریو د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۲ دقیقې لوستل
Emomali Rahmon and Vladimir Putin (09-10-2025)
Photo: Presidential Executive Office of Russia. CC BY 4.0. Source: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:Emomali_Rahmon_and_Vladimir_Putin_(09-10-2025).jpg

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه (۲۰ نومبر)، د دوشنبې په ښار کې سره وکتل او له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د وضعیت او د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي چې ښاغلي رحمان په دې کتنه کې پوتین ته له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي. د پسکوف له قوله راپور شوی چې د دې پولې په اوږدو کې امنیتي پېښې لا هم دوام لري او قاچاقبران خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

پوتین د جمعې په سهار د امام علي رحمان په رسمي بلنه دوشنبې ته ورسېد. د روسیې ولسمشر له دې سفر مخکې په چین کې و.

پوتین له کتنې مخکې ویلي وو چې افغانستان په تاجکستان کې د هغه د خبرو له تر ټولو مهمو موضوعاتو څخه دی. هغه زیاته کړې وه چې غواړي د تاجکستان ولسمشر کابل ته د روسیې د صدراعظم د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د دولتي پلاوي د سفر له پایلو او د افغانستان په برخه کې د روسیې د همکاریو د پراختیا له لیدلوري خبر کړي.

د روسیې ولسمشر همداراز په تاجکستان کې د روسیې ۲۰۱ نظامي اډه د سیمې د امنیت یو مهم تضمین بللې او ویلي یې دي چې د دې اډې د فعالیت د دوام په اړه به هم خبرې وشي. دا اډه له روسیې بهر د دې هېواد تر ټولو لویه نظامي اډه ده.

دا کتنه په روانه میاشت کې د روسیې او تاجکستان د مشرانو دویمه خبرې اترې دي. د ستراتیژیکو همکاریو پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د ګډو پروژو پلي کول د دې خبرو نور محورونه ښودل شوي دي.

تاجکستان له افغانستان سره له ۱۳۰۰ کیلومترو ډېره ګډه پوله لري او دوشنبې په تېرو کلونو کې پر طالبانو نیوکې کړې دي. خو روسیې په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. د روسیې بهرنیو چارو وزیر مخکې خبرداری ورکړی و چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان د بې ثباته کولو او په منځنۍ اسیا او روسیه کې د ترهګریزو فعالیتونو د پراخولو هڅه کوي.

انځور: Kremlin.ru / CC BY 4.0 / ویکیمېډیا کامنز

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ