منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

په فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژل

سرچینې وايي قربانیان د مدرسې زده کوونکي وو او چاودنه هغه مهال وشوه چې هڅه کېده د ګولۍ چاودېدونکي توکي ترې وویستل شي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۲ دقیقې لوستل
Afghan boy walk their cattle along a street in Farah City, 2012 120512-F-YA200-100
Photo: Staff Sgt. Jonathan Lovelady. Public domain. Source: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:Afghan_boy_walk_their_cattle_along_a_street_in_Farah_City,_2012_120512-F-YA200-100.jpg

د فراه ولایت په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ (سرګولۍ) د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه، د سیمه ییزو سرچینو له قوله راپور شوی چې دا پېښه د بکواه ولسوالۍ د بازار په سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو دا ګولۍ مخکې له یوه نظامي ځای څخه مدرسې ته لېږدولې وه. سرچینې زیاتوي چې موخه دا وه چې د ګولۍ چاودېدونکي توکي ترې وویستل شي او یوه لویه وسله ترې جوړه شي، خو د دې کار پر مهال ګولۍ وچاودېده.

د دې راپور له مخې، د دې پېښې قربانیان د مدرسې زده کوونکي وو چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې وو. د قربانیانو هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی او د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو غبرګون نه دی ذکر شوی.

څو لسیزو جګړې د افغانستان پراخې سیمې په ناچاودو مهماتو او ځمکنیو ماینونو ککړې کړې دي. دا توکي په ځانګړې توګه د ماشومانو او د کلیوالو او لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. ماشومان اکثره د لوبو، شپانۍ یا د پلورلو لپاره د زړو اوسپنو د راټولولو پر مهال له دې مهماتو سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د ناچاودو مهماتو له امله تر ټولو ډېرې مړینې او ټپیان لري او ماشومان د دې پېښو د قربانیانو لویه برخه جوړوي.

د ماین پاکۍ کارپوهانو څو ځله خبرداری ورکړی چې پرته له اړینو وسایلو او روزنې د ناچاودو مهماتو لېږدول یا لاسوهنه ډېره خطرناکه ده. په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونه په وروستیو کلونو کې د نړیوالو مالي مرستو د کمښت له امله له محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د فراه بکواه ولسوالي له هغو سیمو ده چې د جګړې په کلونو کې یې پراخې نښتې لیدلې دي.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ