منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې به ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په شدیدې بېوزلۍ کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکوي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په سختې بېوزلۍ کې وي، او د افغان ښځو پر وضعیت یې ټینګار کړی.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، چې اټکل کیږي په ۲۰۲۶ کال کې به په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په شدیدې بېوزلۍ کې ژوند وکړي. دې ادارې د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه، د دې راپور په خپرولو سره د ټولنیز ملاتړ سیسټمونو پیاوړتیا او د ښځو او نجونو لپاره د روغتیایي او تعلیمي خدماتو پراخولو لپاره د لا زیاتو پانګونو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې دا اقدامات په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ کمولو او د ښځو د ژوند وضعیت ښه کولو لپاره اړین دي.

دغه راپور د افغانستان وضعیت ته هم اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې د زده

کړې، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د نړیوالو سازمانونو په وینا، د کار له بازار څخه د ښځو لرې کول نه یوازې د کورنیو بېوزلي او زیانمنتیا زیاتوي، بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې یو جدي خنډ هم دی.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ