د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: په افغانستان کې ۲۲ میلیونه ښځې او نجونې له روغتیايي خدمتونو د بې برخې کېدو له ګواښ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د طالبانو د بندیزونو د زیاتېدو او د مرستو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او د افغان ښځو وضعیت یې «په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت بحران» بللی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د طالبانو د بندیزونو د سختېدو او د بشري مرستو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه ښځې او نجونې له روغتیايي خدمتونو څخه د بې برخې کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه، دې ادارې په افغانستان کې د ښځو وضعیت «په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت بحران» بللی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، دوو لاملونو، یعنې د ښځو پر کار او ګډون د بندیزونو زیاتوالي او د نړیوالو مرستو د بودیجې کمښت، ښځو او نجونو ته روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی تر بل هر وخت ستونزمن کړی دی.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو بې برخې دي، پوهنتونونه پر ښځو تړل شوي او په ډېرو ادارو، په ګډون د نادولتي موسسو، د ښځو کار محدود یا منع شوی دی. طالبانو د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې په روغتیايي او قابلګۍ انسټیټیوټونو کې هم د ښځو زده کړې ودرولې؛ هغه ګام چې د روغتیا کارپوهانو په باور، په اوږد مهال کې به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت نور هم ژور کړي.
په افغانستان کې ډېری کورنۍ د ټولنیزو دودونو او د طالبانو د قواعدو له امله غوره ګڼي چې ښځې یوازې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو له خوا معاینه شي. له همدې امله د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او د بودیجې د نشتوالي له امله د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، په مستقیم ډول د میندو، نوو زېږېدلو ماشومانو او نجونو پر روغتیا اغېز کوي.
مرستندویه بنسټونو په تېرو میاشتو کې څو ځله ویلي چې د بهرنیو مرستو کمښت د یو شمېر کلینیکونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو د تړل کېدو لامل شوی، په تېره بیا په لرې پرتو سیمو کې.
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې دې خبرداري ته غبرګون نه دی ښودلی. دې ډلې مخکې د ښځو په اړه د خپلو پالیسیو پر وړاندې نیوکې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او ویلي یې دي چې د شریعت د خپل تفسیر له مخې د ښځو حقونه خوندي کوي.
د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.
▶ بانو تلوېزیون وګورئ



