د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري بنسټ (یونسکو) وايي، د بېوزلۍ له منځه وړل د ټولو لپاره د یوشان فرصتونو رامنځته کولو ته اړتیا لري. دغه بنسټ د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه، د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د زده

کړو، ساینس او خلاق اقتصاد له لارې خلکو ته د پوهې، مهارتونو او کاري فرصتونو د لاسرسي زمینه پراخېدای شي. یونسکو ټینګار کړی چې د ټولو لپاره د انساني کرامت پر بنسټ د راتلونکي جوړولو هڅه کوي، داسې چې هېڅوک په کې د پرمختګ له فرصتونو بې

برخې نه شي. د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر پر ۱۷مه نمانځل کېږي. د دغې ورځې مخینه ۱۹۸۷ میلادي کال ته ورګرځي، کله چې په پاریس کې تر سلو زرو ډېر کسان راټول شول او بېوزلي یې له بشري حقونو سرغړونه وبلله.