د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې ځانګړې محکمې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۲۲ جریبه ځمکه “امارتي” (دولتي) اعلان کړې ده. دغه وزارت د شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه په مرکز زون کې د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې له خوا د اسنادو او مدارکو تر څېړنې وروسته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکې د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سفلی سیمه کې موقعیت لري.

تر دې وړاندې د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون هم دا ځمکې “امارتي” اعلان کړې وې، خو د ځینو کسانو د نه قناعت له امله، دوسیه ځانګړې محکمې ته راجع شوې وه. د طالبانو د عدلیې وزارت د محکمې دا پرېکړه وروستۍ بللې ده. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، تل د دې ډلې اړوند کسانو او بنسټونو له خوا د خلکو د ځمکو او کورونو د غصب په اړه راپورونه او شکایتونه خپاره شوي دي.