د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په نړۍ کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې په شدیدې بېوزلۍ کې ژوند کوي، داسې وضعیت چې ان بډایه هېوادونه هم د کورنیو د ملاتړ لپاره له پراخو لګښتونو سره سره، خوندي نه دي. د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، نجات معلا مجید، د شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۷مه، د بېوزلۍ له لوړېدو، خوراکي ناامنۍ او د ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي له پراخېدو اندېښنه وښوده. آغلې مجید وویل چې په ځینو هېوادونو کې له بشري حقونو سره مخالفت زیات شوی او د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا، د تازه فرصتونو ترڅنګ، ماشومانو ته جدي ګواښونه هم رامنځته کړي دي.

د هغې په وینا، په دغو ګواښونو کې له ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه، سایبري ځورونه، د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو د انځورونو او ویډیوګانو جعل کول او په مجرمانه فعالیتونو کې د ماشومانو ښکېلول شامل دي. د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ټینګار وکړ چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه ستونزه ده چې په ټولو هېوادونو کې، له کور او ښوونځي نیولې تر ټولنې پورې شتون لري.