د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي، کابل ته د خپل سفر په پای کې وویل چې د افغان ښځو غږ باید د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول ولوبوي. ښاغلي لینډزي د دغه سفر په ترڅ کې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو، د مدني ټولنې له استازو، ښځینه فعالانو، خبریالانو او د نړیوالو بنسټونو له استازو سره وکتل. په افغانستان کې د برېټانیا د استازولۍ په وینا، په دغو لیدنو کې د سیمه
ییز ثبات، امنیت، بشري مرستو، اقتصادي پراختیا، د بې
ځایه شویو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې وشوې. د برېټانیا ځانګړي استازي د سیمه
ییزو کړکېچونو پر کمولو، د اختلافونو پر سوله ییز حل او د بشري مرستو د رسولو لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. ریچارډ لینډزي دا هم وویل چې برېټانیا د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب د افغانستان د ټیکاو او سوکالۍ لپاره اړین بولي.