د ۸صبح ورځپاڼې د ننګرهار په راپور، سیمه‌ییزې سرچینې وايي د طالبانو ځواکونه او پاکستاني جګړه‌ییز په تورخم پوله کې نښتې شوي دي. سرچینو نن چهارشنبې، د عقرب په شپږمه، ۸صبح ته ویلي نښته له سهار راهیسې په متناوب ډول روانه ده. دواړو خواوو سپکه او درنه وسله کارولې ده.

د سرچینو په وینا، پاکستاني ډزو په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه اخراج شوی یو ماشوم او د یوې مرستندویه ادارې یو کارکوونکی ټپیان کړي دي. ۸صبح زیاته کړې پرون هم د طالبانو او پاکستان ځواکونه په انګور اډه (د پکتیکا برمل ولسوالۍ) کې نښتې شوي وو. پاکستاني چارواکو ویلي د پرون ماښام نښته کې د طالبانو د هاوان ډزو په سویلي وزیرستان کې پر یوه استوګن کور یو ملکي وژلی او پنځه نور ملکي ټپیان کړي دي.

بشپړ راپور په ۸صبح کې خپور شوی دی.