د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، نجات معلا مجید وايي، په ټوله نړۍ کې نږدې ۴۵ میلیونه ماشومان د جګړو، طبیعي پېښو او اقلیمي بحران له امله له خپلو کورونو بې

ځایه شوي دي. ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه، راپور ورکړی چې آغلې مجید د هغو ماشومانو د ساتنې لپاره د لا قوي نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې چې له مخ په زیاتیدونکو بحرانونو سره مخ دي. هغې ویلي چې خوراکي ناامني او د ټکنالوژۍ چټکه پراختیا هم د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو هڅې له ننګونو سره مخ کړې دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې هغې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل وروستی راپور وړاندې کړ، چې دا یې د نړیوالې ټولنې لپاره “د ویښتابه زنګ” وباله. د دغه راپور وړاندې کول د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د لومړنۍ نړیوالې څېړنې له شلمې کلیزې سره هممهاله وو. آغلې مجید زیاته کړه چې د تېرو دوو لسیزو له بدلونونو سره سره، نړیواله ټولنه د کوویډ-۱۹ وبا وروسته لا هم له پېچلو او هممهاله بحرانونو سره مخ ده چې ماشومان سخت ځپي.