د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په هلمند ولایت کې د کجکي برېښنا بند د دویم فاز د جوړولو چارې ۹۶ سلنه پرمختګ لري. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۵مه، ویلي چې ټاکل شوې دا پروژه په نږدې راتلونکي کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د دغه وزارت له قوله راپور ورکړی دی.
د کجکي بند چې د هلمند پر سیند جوړ شوی، د برېښنا تولید، د اوبو سرچینو مدیریت او د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې د افغانستان یو له مهمو بنسټیزو تاسیساتو څخه ګڼل کېږي. دا بند د هلمند او ګاونډیو ولایتونو لپاره د برېښنا په تامین کې مهم رول لري او د کرنې لپاره د اوبو جریان تنظیموي. د طالبانو چارواکي وايي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د برېښنا تولید ظرفیت لوړ شي او د کرنې او صنعتي فعالیتونو د ودې لپاره به زمینه برابره شي.
د هغوی په وینا، دا کار کولی شي په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو په ډېرېدو او د نویو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.