منځپانګې ته تګ
دوشنبه، ۲ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

د برېټانیا ځانګړی استازی: د افغان ښځو غږ باید د هېواد په راتلونکي کې رول ولري

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي، کابل ته د خپل سفر په پای کې د هېواد په راتلونکي کې د ښځو د رول پر اهمیت ټینګار وکړ.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي، کابل ته د خپل سفر په پای کې وویل چې د افغان ښځو غږ باید د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول ولوبوي. ښاغلي لینډزي د دغه سفر په ترڅ کې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو، د مدني ټولنې له استازو، ښځینه فعالانو، خبریالانو او د نړیوالو بنسټونو له استازو سره وکتل. په افغانستان کې د برېټانیا د استازولۍ په وینا، په دغو لیدنو کې د سیمه

ییز ثبات، امنیت، بشري مرستو، اقتصادي پراختیا، د بې

ځایه شویو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې وشوې. د برېټانیا ځانګړي استازي د سیمه

ییزو کړکېچونو پر کمولو، د اختلافونو پر سوله ییز حل او د بشري مرستو د رسولو لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. ریچارډ لینډزي دا هم وویل چې برېټانیا د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب د افغانستان د ټیکاو او سوکالۍ لپاره اړین بولي.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ