منځپانګې ته تګ
دوشنبه، ۲ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه

زموږ په اړه

د افغان مېرمنو غږ

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه د هېواد د خبریالو ښځو لپاره یو نوی زیری دی، څو په راتلونکي کې وکړای شي د رسنیو په مدیریت کې وړ او مناسب رول ولوبوي. د بانو راډیو تلوېزیون د کاري فرصتونو په برابرولو غواړي په رسنیز کار کې لا ډېره ځلا وښيي. ښځې د دې رسنۍ له لارې، چې د دوی خپله ده، پرته له شکه کولای شي د نورو خبریالو ښځو لپاره د لا زیاتې ودې زمینه برابره کړي.

بنسټ اېښودونکي

د بانو راډیو تلوېزیون شبکې بنسټ اېښودونکو کلونه په ملي او نړیوالو رسنیو کې، په هېواد دننه او بهر، کار کړی او پراخه رسنیزه تجربه لري. له لسیزو راهیسې د خبریالو ښځو لپاره د یوې ځانګړې انځوریزې رسنۍ اړتیا په هېواد کې محسوسه وه. له دې امله، د دې اړینې اړتیا په پام کې نیولو سره، د بانو راډیو تلوېزیون شبکه د دې لپاره رامنځته شوه چې ښځې په رسنیز کار کې نورې هم وهڅوي او د هېواد د نورو رسنیو ترڅنګ خپل ځای ونیسي.

خبرونه او سیاسي خپرونې

د بانو راډیو تلوېزیون په هر ساعت کې د افغانستان، سیمې او نړۍ خبرونه خپروي. زموږ د خبرونو مدیریت هڅه کوي چې د نورو خبرونو ترڅنګ، د ښځو اړوند پېښو پوښښ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

معلومات او زده‌کړه

زده‌کړه او عامه معلومات د ښځو او مورګانو د پیاوړتیا له مهمو برخو څخه دي او دا زده‌کړه ټولنیز بدلون او د ټولې کورنۍ لپاره ګڼې ګټې راوړي. په پرمختیایي هېوادونو کې یوه زده‌کړه لرونکې مور له هر وخت څخه مهمه ده؛ ځکه که مور په ښه توګه زده‌کړه کړې وي، اولادونه به یې هغه د خپل ژوند د بېلګې په توګه وګوري. موږ پر دې باور یو چې نن ورځ تلوېزیون د ښځو لپاره د زده‌کړیزو منځپانګو وړاندې کولو غوره لاره ده. زموږ په روزنیزو خپرونو او منځپانګو سره ښځې پیاوړې کېږي.

تفریح او ساتېري

بانو تلوېزیون د ساتېرۍ خپرونو په خپرولو خپلو لیدونکو ته متنوعې ساتېرۍ وړاندې کوي. زموږ ساتېریزې خپرونې د هند، ترکیې او عربي او انګلیسي‌ژبو هېوادونو د خپرونو او سیریالونو دوبله او خپرول هم رانغاړي. همداراز د بانو تلوېزیون خپلې ساتېریزې خپرونې د سهارنۍ خپرونو، شپنیو نندارو، افغان ډرامو، د موسیقۍ نندارو او نورو مواردو په بر کې نیسي.

تلوېزیون د څو نسلونو لپاره خلکو ته پوهاوی او ساتېري برابرې کړې ده. همداراز تلوېزیون د ملګرو ملتونو لپاره د خلکو ستونزې نړۍ ته د رسولو یوه حیاتي لار ګرځېدلې ده. نن چې جعلي خبرونه او د کرکې خبرې ډېرې خپرې شوې دي، د باوري تلوېزیون او رسنۍ اړتیا له هر وخت څخه زیاته ده. ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه په پرمختیایي هېوادونو کې، پر باوري رسنیو حساب کوي څو د لیدونکو لپاره دقیق او باکیفیته منځپانګه وړاندې کړي او د یو بل منلو کلتور په پراختیا سره د نړۍ د یوه غوره سبا په جوړولو کې مرسته وکړي.

آلیسون اسمال، د نړیوالو مخابراتو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله