د طالبانو چارواکو د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۴مه سیمه
ییزه غونډه کې د اورګاډي پټلۍ پر پروژو او د افغانستان او ایران ترمنځ د مساپر وړونکو اورګاډو د فعالیت پر پیل خبرې کړې دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۵مه، خبر ورکړی چې د طالبانو د اورګاډي پټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح په دې غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوې وه، ګډون کړی دی. د راپور له مخې، په غونډه کې د افغان-ټرانس او بلخ-هرات-کندهار پټلۍ په څېر مهمو پروژو، د ریل پټلۍ د لیږد زیاتوالي او د ټرانزیټ پروسې ډیجیټل کولو په اړه بحث وشو.
د سیمې د اورګاډي پټلۍ پراختیا لپاره د پانګونې راجلبول د غونډې یو بل مهم محور و. ښاغلي فاتح د غونډې په څنډه کې د قزاقستان، اوزبیکستان، پاکستان او ایران له استازو سره د ګډو پروژو پر پلي کولو خبرې وکړې. د افغانستان او ایران ترمنځ د مساپر وړونکو اورګاډو د فعالیت پیل هم د دغو لیدنو مهمه موضوع وه.