د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره په کتنه کې، د لبنان له سویل څخه د اسراییلي پوځ د بشپړ وتلو پر اړتیا ټینګار وکړ. د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، آل ثاني د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه، په دې کتنه کې وویل چې له ولسمشر عون سره یې د سیمه
ییزو تحولاتو، د لبنان د سویل وضعیت او د “اسراییلو د اشغالګرو اقداماتو” په اړه خبرې کړې دي. هغه له لبنان څخه د قطر پر ملاتړ ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې اسراییلي پوځ باید د لبنان له اشغال شویو سیمو څخه ووځي او دا سیمې د لبنان پوځ ته وسپارل شي. د قطر لومړي وزیر زیاته کړه چې دوحه هڅه کوي د لبنان د انرژۍ برخې لپاره جامع حل
لارې وړاندې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو یې ټینګار وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د لبنان سویل له څو میاشتو راهیسې د اسراییلو تر اشغال لاندې دی او ډیپلوماتیکو هڅو تر اوسه د اسراییلي ځواکونو د وتلو لامل نه دی شوی.