منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

طالبانو د ایکو په غونډه کې له ایران سره د مساپر وړونکو اورګاډو پر پیل خبرې وکړې

د قزاقستان په ایکو غونډه کې، طالبانو له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مساپر وړونکو اورګاډو پر پیل خبرې وکړې.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل

د طالبانو چارواکو د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۴مه سیمه

ییزه غونډه کې د اورګاډي پټلۍ پر پروژو او د افغانستان او ایران ترمنځ د مساپر وړونکو اورګاډو د فعالیت پر پیل خبرې کړې دي. د شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۵مه، راپور شوی چې د طالبانو د اورګاډي پټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح په دې غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوې وه، ګډون کړی دی. د راپور له مخې، په غونډه کې د افغان-ټرانس او بلخ-هرات-کندهار پټلۍ په څېر مهمو پروژو، د ریل پټلۍ د لیږد زیاتوالي او د ټرانزیټ پروسې ډیجیټل کولو په اړه بحث وشو.

د سیمې د اورګاډي پټلۍ پراختیا لپاره د پانګونې راجلبول د غونډې یو بل مهم محور و. ښاغلي فاتح د غونډې په څنډه کې د قزاقستان، اوزبیکستان، پاکستان او ایران له استازو سره د ګډو پروژو پر پلي کولو خبرې وکړې. د افغانستان او ایران ترمنځ د مساپر وړونکو اورګاډو د فعالیت پیل هم د دغو لیدنو مهمه موضوع وه.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ