منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

د طالبانو حکومت رسنیو ته امر کړی د پاکستان سره د نښتو خبرونه بې اجازې خپاره نه کړي

سیمه‌ییزې سرچینې وايي د طالبانو حکومت کورنیو رسنیو او خبریالانو ته امر کړی د طالبانو او پاکستاني جګړه‌ییزو ترمنځ د نښتو…

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل
PRESS CONFERENCE 2016-07-19 Informal Meeting of Ministers Responsible for Competitiveness (28410298625)
Photo: Wikimedia Commons. CC0. Source: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:PRESS_CONFERENCE_2016-07-19_Informal_Meeting_of_Ministers_Responsible_for_Competitiveness_(28410298625).jpg

سیمه‌ییزې سرچینې وايي د طالبانو حکومت کورنیو رسنیو او خبریالانو ته امر کړی د طالبانو او پاکستاني جګړه‌ییزو ترمنځ د نښتو خبرونه د دې ډلې د ویاندانو بې اجازې خپاره نه کړي. سرچینو نن چهارشنبې، د عقرب په شپږمه، ویلي دا امر د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست صادر کړی او د سیمه‌ییزو ویاندانو له لارې خبریالانو ته رسول شوی دی. د سرچینو په وینا، ویاندانو ته ویل شوي که له پاکستان سره په پوله سیمو کې نښته وشي، رسنۍ تر اجازې ترلاسه کولو پورې هیڅ خبر خپور نه کړي.

محدودیتونه د خبریالانو ټولنیزو شبکو حسابونه هم رانغاړي او اعلان شوې موخه د پاکستان سره د نښتو د خبرونو د خپرېدو مخنیوی دی.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ