منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني جګړه‌ییزو نښته؛ ماشوم او مرستندویه کارکوونکی ټپیان

سیمه‌ییزې سرچینې وايي د طالبانو ځواکونه او پاکستاني جګړه‌ییز په تورخم پوله کې نښتې شوي دي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل
Khayber 3
Photo: Syed Salman. CC BY-SA 4.0. Source: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:Khayber_3.jpg

سیمه‌ییزې سرچینې وايي د طالبانو ځواکونه او پاکستاني جګړه‌ییز په تورخم پوله کې نښتې شوي دي. سرچینو نن چهارشنبې، د عقرب په شپږمه، ویلي نښته له سهار راهیسې په متناوب ډول روانه ده. دواړو خواوو سپکه او درنه وسله کارولې ده.

د سرچینو په وینا، پاکستاني ډزو په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه اخراج شوی یو ماشوم او د یوې مرستندویه ادارې یو کارکوونکی ټپیان کړي دي. پرون هم د طالبانو او پاکستان ځواکونه په انګور اډه (د پکتیکا برمل ولسوالۍ) کې نښتې شوي وو. پاکستاني چارواکو ویلي د پرون ماښام نښته کې د طالبانو د هاوان ډزو په سویلي وزیرستان کې پر یوه استوګن کور یو ملکي وژلی او پنځه نور ملکي ټپیان کړي دي.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ