منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

د دولتي کارکوونکو د معاشونو د درېدو ادعا؛ د طالبانو د مالیې وزارت رد کړه

یوه دولتي کارکوونکي په کابل کې نن دوشنبې د یوه غږیز پیغام په لېږلو ویلي د مالیې وزارت له خوا د دولتي کارکوونکو معاشونه «تر بل امر» درېدلي دي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل
1025052 An aerial view of the traffic circle in Kabul 2013
Photo: Wikimedia Commons. Public domain. Source: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:1025052_An_aerial_view_of_the_traffic_circle_in_Kabul_2013.jpg

یوه دولتي کارکوونکي په کابل کې نن دوشنبې د یوه غږیز پیغام په لېږلو ویلي د مالیې وزارت له خوا د دولتي کارکوونکو معاشونه «تر بل امر» درېدلي دي. دې کارکوونکي، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم او اداره نه دي ویلي، زیاته کړې د ځینو لګښتونو، له دې جملې متفرقه پیسو، ورکړه نه ده درېدلې. د طالبانو حکومت د مالیې وزارت نن په یوه اعلامیه کې د معاشونو درېدل رد کړي او ویلي دا بهیر په عادي ډول روان دی.

د طالبانو ادارې د بودیجې د کمښت له امله د معاشونو د ځنډ راپورونه رد کړي او ویلي دي د یو میلیون نه زیات کارکوونکو معاشونه به د میاشتې په پای کې ورکړل شي. په هم‌مهال کې یې د سپما له حسابونو د پیسو د ایستلو پر بانکي محدودیتونو د لرې کولو خبر هم ورکړی دی. دواړه راپورونه نن خپاره شوي دي.

د کارکوونکي نوم یا د مالیې وزارت د اعلامیې بش

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ