منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

د کابل په اوومه ناحیه کې د اوبو کمښت او درانه بلونه؛ ښځې او ماشومان زیات زیانمنېږي

د کابل د اوومې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت او دې بنسټیزې اړتیا ته د لاسرسي له سختوالي شکایت کوي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل
Wardak Patrol with ANP DVIDS385595
Photo: Wikimedia Commons. Public domain. Source: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:Wardak_Patrol_with_ANP_DVIDS385595.jpg

د کابل د اوومې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت او دې بنسټیزې اړتیا ته د لاسرسي له سختوالي شکایت کوي. دوی وايي، ښاري اوبه په هرو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې یوازې یو ځل د دوی کورونو ته رسېږي، خو له دې محدود لاسرسي سره سره د اوبو د بلونو ورکړه لا هم پر کورنیو دروند مالي بار دی. د دوی په وینا، د اوبو کمښت نه یوازې د کورنیو ورځنۍ اړتیاوې سختې کړي، بلکې ښځې او ماشومان یې هم په ورځني ژوند کې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

نسرین، د اوومې ناحیې د ګذرګاه سیمې اوسېدونکې، وايي ښاري اوبه په هرو اتو تر ۱۵ ورځو کې یو ځل راځي. هغې شاوخوا شپږ زره افغانۍ د نلونو لپاره لګښت کړی، په داسې حال کې چې کورنۍ یې په کرایي کور کې ژوند کوي او کافي اوبو ته لاسرسی لا هم بنسټیزه ستونزه ده.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ