منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

طالبان: د کجکي برېښنا بند د دویم فاز کار ۹۶ سلنه بشپړ شوی

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د کجکي بند د دویم فاز پروژه به په نږدې راتلونکي کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په هلمند ولایت کې د کجکي برېښنا بند د دویم فاز د جوړولو چارې ۹۶ سلنه پرمختګ لري. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۵مه، ویلي چې ټاکل شوې دا پروژه په نږدې راتلونکي کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا خبر د دغه وزارت له قوله راپور شوی دی.

د کجکي بند چې د هلمند پر سیند جوړ شوی، د برېښنا تولید، د اوبو سرچینو مدیریت او د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې د افغانستان یو له مهمو بنسټیزو تاسیساتو څخه ګڼل کېږي. دا بند د هلمند او ګاونډیو ولایتونو لپاره د برېښنا په تامین کې مهم رول لري او د کرنې لپاره د اوبو جریان تنظیموي. د طالبانو چارواکي وايي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د برېښنا تولید ظرفیت لوړ شي او د کرنې او صنعتي فعالیتونو د ودې لپاره به زمینه برابره شي.

د هغوی په وینا، دا کار کولی شي په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو په ډېرېدو او د نویو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ