منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

د بېوزلۍ نړیواله ورځ: په افغانستان کې میلیونونه خلک له لوږې او بیکارۍ سره مخ دي

د بېوزلۍ په نړیواله ورځ، راپورونه ښیي چې میلیونونه افغانان له لوږې او بیکارۍ سره مخ دي او ۳۸ سلنه نفوس به له سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل

د اکتوبر له ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره هم

مهاله، د افغانستان میلیونونه وګړي له سختې بېوزلۍ، بیکارۍ او خوراکي ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دي. پراخه بیکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، پر ښځو کاري محدودیتونه، اقلیمي بدلونونه او د نړیوالو مرستو کمښت هغه عوامل دي چې په هېواد کې یې د بېوزلۍ بحران لا ژور کړی دی. له ایران او پاکستان څخه د کډوالو پراخ راستنېدل هم د هېواد پر محدودو منابعو فشار نور هم زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې سږ کال له دغو دوو هېوادونو څخه تر ۱.۲ میلیونه ډېر افغانان راستانه شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم خبرداری ورکړی چې تمه کیږي په راتلونکي ژمي کې به ۱۹.۲ میلیونه خلک، چې د افغانستان د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وایي د کور نشتوالی هم یوه نړیواله ستونزه ده او په ټوله نړۍ کې تر ۲.۸ میلیارده ډېر خلک ترې کړیږي.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ