منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

کابلوف: په شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان سوداګري دوه برابره شوې ده

د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم دوه برابره شوی دی.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۱ دقیقې لوستل

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، اعلان وکړ چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم دوه چنده شوی دی. ښاغلي کابلوف دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۶مه، د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیت په اړه په یوه غونډه کې وکړې چې د ډله

ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو مشترک

المنافع هېوادونو او د شانګهای همکاریو سازمان استازو پکې ګډون کړی و. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټیټ مطلق حجم ته په اشارې سره وویل چې دا زیاتوالی د شل کلن امریکایي او ناټو پوځي حضور وروسته د افغانستان شرایطو ته په کتو د پام وړ اهمیت لري. د روسیې ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې مسکو به هڅه وکړي له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې بهیر په ثابت او تدریجي ډول وساتي.

د کابلوف په وینا، د روسیې او افغانستان ترمنځ ګټورې او د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې همکارۍ د جوړېدو په حال کې دي.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ