د ۸صبح ورځپاڼې په راپور، د کابل د اوومې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت او دې بنسټیزې اړتیا ته د لاسرسي له سختوالي شکایت کوي. دوی وايي، ښاري اوبه په هرو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې یوازې یو ځل د دوی کورونو ته رسېږي، خو له دې محدود لاسرسي سره سره د اوبو د بلونو ورکړه لا هم پر کورنیو دروند مالي بار دی. د دوی په وینا، د اوبو کمښت نه یوازې د کورنیو ورځنۍ اړتیاوې سختې کړي، بلکې ښځې او ماشومان یې هم په ورځني ژوند کې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

نسرین، د اوومې ناحیې د ګذرګاه سیمې اوسېدونکې، وايي ښاري اوبه په هرو اتو تر ۱۵ ورځو کې یو ځل راځي. هغې شاوخوا شپږ زره افغانۍ د نلونو لپاره لګښت کړی، په داسې حال کې چې کورنۍ یې په کرایي کور کې ژوند کوي او کافي اوبو ته لاسرسی لا هم بنسټیزه ستونزه ده. بشپړ راپور په ۸صبح کې خپور شوی دی.

سرچینه: https://x.com/HashteSubhDaily/status/2114642778906861653