ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې ۲.۲ میلیارده خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او میلیاردونه نور له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې برخې دي. دغه سازمان د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه، د دغه راپور د خپرولو پر مهال زیاته کړې چې ۳.۴ میلیارده خلک خوندي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او ۱.۷ میلیارده نور په خپلو کورونو کې د حفظ الصحې له لومړنیو امکاناتو بې برخې دي. د راپور له مخې، د نړۍ د اوبو سرچینې د ککړتیا، پر سرچینو د ډېرېدونکي فشار او کمزوري مدیریت له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې یوازې ۵۶ سلنه کورني فاضلاب په خوندي توګه تصفیه کیږي، چې دا روغتیايي او چاپیریالي خطرونه زیاتوي. دغه راپور دا هم په ډاګه کوي چې د ګډو اوبو سرچینو په مدیریت کې د هېوادونو ترمنځ همکاري محدوده ده او د نړۍ په ډېرو سیمو کې د اوبو پر سرچینو فشار په بحراني کچه کې دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د نړۍ شاوخوا څلور میلیارده خلک په کال کې لږ تر لږه یوه میاشت د اوبو له شدید کمښت سره مخ کیږي.