په هرات کې یو شمېر ښځو او نجونو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د محتسبینو د ترخو تجربو او سپکاوي ډک چلند کیسې بیان کړې او وايي چې دغه چلند دوی د مرګ تر هیلې رسولي دي. دغه ښځې وايي چې حتی د طالبانو د خوښې حجاب په رعایتولو او له شرعي محرم سره هم د محتسبینو له ځورونې خوندي نه دي. یوې ښځې ویلي، وروسته له هغې چې د امر بالمعروف ریاست ته وبلل شوه، له “ناوړه او سپکاوي ډک” چلند سره مخ شوه او ګواښ ورته وشو چې که خپل کار ته دوام ورکړي، زنداني به شي.

یوې بلې نجلۍ کیسه کوي چې طالبانو د دوی د کورنۍ موټر څلور ساعته ودراوه او د ورور پر نه لرلو یې نیوکه وکړه. هغه وايي: “هغه ورځ مې له ځان سره ویل، کاشکې ژوندۍ نه وای.” دغه ښځې ټینګار کوي چې د دغو چلندونو له امله رامنځته شوې وېره او اضطراب د دوی د تګ راتګ ازادي سخته محدوده کړې ده. تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو بشري حقونو بنسټونو هم د طالبانو د محتسبینو د واکونو پر پراخېدو او د ښځو د حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې وه.