د اکتوبر له ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره هم
مهاله، د افغانستان میلیونونه وګړي له سختې بېوزلۍ، بیکارۍ او خوراکي ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دي. پراخه بیکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، پر ښځو کاري محدودیتونه، اقلیمي بدلونونه او د نړیوالو مرستو کمښت هغه عوامل دي چې په هېواد کې یې د بېوزلۍ بحران لا ژور کړی دی. له ایران او پاکستان څخه د کډوالو پراخ راستنېدل هم د هېواد پر محدودو منابعو فشار نور هم زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې سږ کال له دغو دوو هېوادونو څخه تر ۱.۲ میلیونه ډېر افغانان راستانه شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم خبرداری ورکړی چې تمه کیږي په راتلونکي ژمي کې به ۱۹.۲ میلیونه خلک، چې د افغانستان د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وایي د کور نشتوالی هم یوه نړیواله ستونزه ده او په ټوله نړۍ کې تر ۲.۸ میلیارده ډېر خلک ترې کړیږي.