د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، چې اټکل کیږي په ۲۰۲۶ کال کې به په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په شدیدې بېوزلۍ کې ژوند وکړي. دې ادارې د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه، د دې راپور په خپرولو سره د ټولنیز ملاتړ سیسټمونو پیاوړتیا او د ښځو او نجونو لپاره د روغتیایي او تعلیمي خدماتو پراخولو لپاره د لا زیاتو پانګونو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې دا اقدامات په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ کمولو او د ښځو د ژوند وضعیت ښه کولو لپاره اړین دي.
دغه راپور د افغانستان وضعیت ته هم اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې د زده
کړې، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د نړیوالو سازمانونو په وینا، د کار له بازار څخه د ښځو لرې کول نه یوازې د کورنیو بېوزلي او زیانمنتیا زیاتوي، بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې یو جدي خنډ هم دی.