په فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژل
سرچینې وايي قربانیان د مدرسې زده کوونکي وو او چاودنه هغه مهال وشوه چې هڅه کېده د ګولۍ چاودېدونکي توکي ترې وویستل شي.
د فراه ولایت په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ (سرګولۍ) د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
۸صبح ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه، د سیمه ییزو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې دا پېښه د بکواه ولسوالۍ د بازار په سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، طالبانو دا ګولۍ مخکې له یوه نظامي ځای څخه مدرسې ته لېږدولې وه. سرچینې زیاتوي چې موخه دا وه چې د ګولۍ چاودېدونکي توکي ترې وویستل شي او یوه لویه وسله ترې جوړه شي، خو د دې کار پر مهال ګولۍ وچاودېده.
د دې راپور له مخې، د دې پېښې قربانیان د مدرسې زده کوونکي وو چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې وو. د قربانیانو هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی او ۸صبح په خپل راپور کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له غبرګون یادونه نه ده کړې.
څو لسیزو جګړې د افغانستان پراخې سیمې په ناچاودو مهماتو او ځمکنیو ماینونو ککړې کړې دي. دا توکي په ځانګړې توګه د ماشومانو او د کلیوالو او لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. ماشومان اکثره د لوبو، شپانۍ یا د پلورلو لپاره د زړو اوسپنو د راټولولو پر مهال له دې مهماتو سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د ناچاودو مهماتو له امله تر ټولو ډېرې مړینې او ټپیان لري او ماشومان د دې پېښو د قربانیانو لویه برخه جوړوي.
د ماین پاکۍ کارپوهانو څو ځله خبرداری ورکړی چې پرته له اړینو وسایلو او روزنې د ناچاودو مهماتو لېږدول یا لاسوهنه ډېره خطرناکه ده. په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونه په وروستیو کلونو کې د نړیوالو مالي مرستو د کمښت له امله له محدودیتونو سره مخ شوي دي.
د فراه بکواه ولسوالي له هغو سیمو ده چې د جګړې په کلونو کې یې پراخې نښتې لیدلې دي.
د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.
▶ بانو تلوېزیون وګورئ



