منځپانګې ته تګ
یکشنبه، ۱ لیندۍ ۱۴۰۵
وروستي خبرونه
پاکستان په ملګرو ملتونو کې: په تېرو درېیو کلونو کې زموږ ۴۷۰۰ وګړي له افغانستانه د راپورته شوې ترهګرۍ قرباني شويد زابل د ارغنداب اوسېدونکي: موږ ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو یوازې ۱۰ سلنه شتهافغانستان د دوشنبې په ښار کې د پوتین او امام علي رحمان د کتنې په محور کېپه فراه کې په یوه دیني مدرسه کې د یوې ناچاودې ګولۍ چاودنې درې کسان ووژلسرچینې: طالبانو د اسلامي بانکدارۍ په نوم په کندهار کې ۷۰ سلنه بانکي راکړې ورکړې درولې ديرباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لريد ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغانستان له نیمایي ډېر ماشومان د لومړنیو زده کړو په عمر کې له ښوونځي بهر ديپه ژنیو انسټیټیوټ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړه شوه

رباب فاطمه له کندهار سفر وروسته: راستانه شوي کډوال او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي ډېر ملاتړ ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د کندهار د خپل لومړي سفر په پای کې وویل چې ډېر راستانه شوي کډوال د کار موندلو او ژوند د چلولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

د بانو راډیو تلوېزیون شبکه ۲ دقیقې لوستل
Aerial view of a section of Kandahar in 2013
Photo: Karla Marshall. Public domain. Source: https://commons.wikimedia.org/wiki/File:Aerial_view_of_a_section_of_Kandahar_in_2013.jpg

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې ویلي چې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي او له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي ماشومان ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، اغلې فاطمې دا خبرې د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه، د کندهار د خپل لومړي سفر په پای کې په یوه ویډیويي پیغام کې کړې دي. آمو ټلوېزیون هم راپور ورکړ چې دا سفر دوه ورځې دوام درلود.

هغې ویلي چې په دې سفر کې یې له طالب چارواکو، کارپیلوونکو، د ښځو له ډلو او راستانه شویو کډوالو سره لیدنې کړې دي. د هغې په وینا، ډېر هغه کډوال چې له کلونو وروسته هېواد ته راستانه شوي، د کار موندلو او ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

د یوناما مشرې ټینګار کړی چې مرستې باید یوازې په بیړنیو بشري اړتیاوو پورې محدودې نه شي او راستانه شوي کډوال د ژوند د دوامدارو فرصتونو اړتیا لري. هغې د بشري مرستو پر پیاوړتیا، د کار فرصتونو پر رامنځته کولو او د وړو کاروبارونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

اغلې فاطمې همداراز د کرنې، د اوبو او اقلیمي بدلونونو د بحران، انرژۍ او د خصوصي سکټور د پراختیا پر لور د پاملرنې غوښتنه کړې او د افغانستان په سیاسي بهیر کې د پرمختګ پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

کندهار له هغو ولایتونو څخه دی چې له پاکستانه ډېر راستانه شوي کډوال د سپین بولدک له لارې ورننوځي. په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو بهیر چټک کړی او مرستندویه بنسټونو ویلي چې د راستنېدونکو دې لړۍ پر خدمتونو، د کار پر بازار او د ولایتونو پر محدودو سرچینو دروند فشار راوستی دی.

هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي، په افغانستان کې د ښځو پر کار او تګ راتګ د بندیزونو له امله، د راستانه شویو کډوالو په منځ کې تر ټولو زیانمنونکو ډلو کې شمېرل کېږي.

شریکول Facebook X WhatsApp Telegram

د بانو راپورونه، مستند او خپرونې په یوټیوب کې وګورئ.

▶ بانو تلوېزیون وګورئ