د ۸صبح ورځپاڼې د کابل په راپور، سیمه‌ییزې سرچینې وايي د طالبانو حکومت کورنیو رسنیو او خبریالانو ته امر کړی د طالبانو او پاکستاني جګړه‌ییزو ترمنځ د نښتو خبرونه د دې ډلې د ویاندانو بې اجازې خپاره نه کړي. سرچینو نن چهارشنبې، د عقرب په شپږمه، ۸صبح ته ویلي دا امر د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست صادر کړی او د سیمه‌ییزو ویاندانو له لارې خبریالانو ته رسول شوی دی. د سرچینو په وینا، ویاندانو ته ویل شوي که له پاکستان سره په پوله سیمو کې نښته وشي، رسنۍ تر اجازې ترلاسه کولو پورې هیڅ خبر خپور نه کړي.

محدودیتونه د خبریالانو ټولنیزو شبکو حسابونه هم رانغاړي او اعلان شوې موخه د پاکستان سره د نښتو د خبرونو د خپرېدو مخنیوی دی. بشپړ راپور په ۸صبح کې خپور شوی دی.