د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، اعلان وکړ چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم دوه چنده شوی دی. ښاغلي کابلوف دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۶مه، د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیت په اړه په یوه غونډه کې وکړې چې د ډله
ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو مشترک
المنافع هېوادونو او د شانګهای همکاریو سازمان استازو پکې ګډون کړی و. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټیټ مطلق حجم ته په اشارې سره وویل چې دا زیاتوالی د شل کلن امریکایي او ناټو پوځي حضور وروسته د افغانستان شرایطو ته په کتو د پام وړ اهمیت لري. د روسیې ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې مسکو به هڅه وکړي له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې بهیر په ثابت او تدریجي ډول وساتي.
د کابلوف په وینا، د روسیې او افغانستان ترمنځ ګټورې او د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې همکارۍ د جوړېدو په حال کې دي.