ملګرو ملتونو د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې تر ۲.۸ میلیارده ډېر خلک د کورونو له نامناسبه شرایطو یا بې کوره کېدو سره مخ دي. دغه سازمان د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه ټینګار وکړ چې بېوزله او محروم خلک تر نورو ډېر د مناسبو کورونو له نشتوالي څخه زیانمن کیږي او دا موضوع له بېوزلۍ څخه د خلاصون پر وړاندې یو له سترو خنډونو څخه دی. د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړیواله ورځ سږکال “د ټولو لپاره خوندي کورونه” تر شعار لاندې نمانځل کیږي.
د دې شعار موخه د یوه بشري حق او د انساني کرامت د یوه رکن په توګه د خوندي او مناسبو کورونو د برابرولو پر اهمیت ټینګار دی. ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې د مناسبو کورونو برابرول د پایښت لرونکې پراختیا له موخو سره، لکه د بېوزلۍ پای ته رسول، د نابرابرۍ کمول، د پایښت لرونکو ښارونو جوړول او د سولې او عدالت پیاوړتیا، مستقیمه اړیکه لري.