یو افغان ترجمان چې د جرمني له پوځ سره‌یې کار کاوه، ایران ته د جاسوسۍ په تور د جرمني په یوه محکمه کې حاضر شو.

این مطلب را با دوستان تان شریک سازید

“عبدال س” چې ۵۱ کاله عمر لري، د دوشنبې په ورځ د خیانت او د دولتي اسرارو څخه د سرغړاوي په ۱۸ مواردو تورن شو.دا کس د ۲۰۱۹ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې له خپلې ۴۰ کلنې مېرمنې “اسیه س” سره یوځای نیول شوی وو.”عبدال س” تورن دی چې د ۶۰ زرو یورو په بدل کې یې د چاودېدنکو موادو په شمول، د جرمني د پوځ اسرار د ایران له استخباراتو سره شریک کړي دي.که نوموړی مجرم وبلل شي، په ۱۵ کاله زندان محکومېږي. د “عبدال س” پر مېرمن که جرم ثابت شي، ښايي د ۱۱ کلونو په مخه زندان ته واستول شي.تر اوسه پورې دې ښځې او خاوند د هغو تورونو په اړه چې پرې لګېدلي څه نه‌دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *