په قطر کې افغان طالبان وايي، د قطر دفتر سیاسي پلاوی یې په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ناسته لري
په قطر کې افغان طالبان وايي، د قطر دفتر سیاسي پلاوی یې په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ناسته لري.د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین خپل تازه ټوېټ کې وايي، د دې ډلې مرستیال او د مرکچي پلاوي مشر ملا برادر اخوند پرون هم له زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر سره ناسته درلوده:”دواړه خواوو د راتلونکو اقداماتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې”.ښاغلي شاهین ویلي، د سې شنبې په ورځ به هم “د مذاکراتي ټیمونو ګډ مجلس دوام ولري”.د طالبانو یوه لوړپوړي غړي وویل، امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د دوی وړاندیز منلی چې د تړون لاسیکولو پر مهال امن فضا جوړه شي. بل خوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، سوله د یو کس او یو وزارت کار نهدی او باید ټول ولس پهکې ګډون ولري.اوس چې تر بل هر وخت زیات د افغان سولې په اړه خبرې په افغانستان دننه او بهر ګرمې او ویل کېږي چې یوې ممکنه هوکړې ته رسېدلې دي، د افغان حکومت اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې په دې برخه کې کار کول یوازې د سولې وزارت او یو کس کار نهدی.عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۳۰» د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ټول ولس غږ او خبرې واورېدل شي او یو هر اړخیزه مذاکراتي ټیم جوړ شي.