طالبانو ته د حکومت ځواب: نږدې ۶۰۰ بندیان نه خوشي کوو
افغان حکومت وایي، له اختر وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره به د طالبانو شپږ سوه بندیان خوشي نه کړي.
د ارګ دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند پرون( د جولای ۲۳) وویل، که د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پاتې بندیان تر لوی اختره خوشي شي نو دا ډله چمتو ده چې له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.
خو د حکومت د رسنیو او مالوماتو مرکز مشر لطیف محمود د جمعې په مرځ بي بي سي ته وویل، دا نږدې ۶۰۰ طالب بندیان جرمي دوسیې لري او د خوشي کولو لپاره به یې د حکومت دریځ بدل نه شي:
“موږ د ښه نیت لپاره د مخالفانو څلور زره او څلور سوه اته بندیان خوشي کړي، خو هغه کسان چې حق العبدي مسلې لري د هغه په اړوند د افغانستان حقوقي نظام پرېکړه کوي، حکومت اساسي ګامونه پورته کړي او دې ته تیار یو چې خبرو ته لاړ شو”.
د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې افغان حکومت د دې ډلې پنځه زره بندیان او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کوي.
د بندیانو خوشي کولو بهیر کې له بیا بیا ځنډ سره سره افغان حکومت څه باندې څلور زره او څلور سوه او طالبانو هم نږدې اته سوه بندیان خوشي کړي دي.
خو حکومت د طالبانو نږدې شپږ سوه بندیان د هغه څه له امله چې دوی یي جرمي دوسیو کې ښکېل بولي نه خوشي کوي.
مګر د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ یوه ټوېټ کې وویل: “اسلامي امارت آماده دی چې تر راتلونکي لوی اختر پورې د مقابل لوري پاتې بندیان په دې شرط خوشي کړي چې زموږ پاتې بندیان هم د لست سره سم را خلاص شي. د بندیانو د خلاصون د پروسې له تکمیل سره سم، اسلامي امارت تیار دی چې له اختر وروسته پيوسته بین الافغاني مذاکرات پيل کړي “.
تاوتریخوالی ډېرول
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل هم د طالبانو د دې وروستي اعلان په غبرګون کې ویلي، یو شمېر خوشي شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
ښاغلي فیصل پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم او د سولې خبرې پیل کړي. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
“طالب زندانیانو د ازادېدو پر وخت سوګند یاد کړی، چي جګړې ته به نه راګرځي، خو یو تعداد یې بیا اوس د افغانستان د خلکو خلاف جګړه کوي. د طالبانو د قطر دفتر باید له ژمني سره سم، جنګ ته د بیرته ستنېدونکو ازادو سوو زندانیانو مخه ونیسي، تاوتریخوالی ودروي او مخامخ خبري ژر تر ژره پیل کړي “.
طالبان په داسې حال کې دا اعلان کوي چې په افغانستان کې ډېرېدونکی تاوتریخوالی او د بندیانو د خلاصون پر سر اختلافونه د بین الافغاني مذاکراتو د نه پیلېدو یا ځنډېدو لامل شوی.
افغان حکومت او طالبان دواړه د تاوتریخوالي د ډېرېدو او د سولې بهیر ته د خنډونو جوړولو پړه پر یو بل ور اچوي.
په وروستیو څو ورځو کې افغان حکومت ویلي چې په کندهار او هرات کې یې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لسګونه طالب وسلوال وژلي دي.
همدا راز د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې چارواکو ویلي، د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د ۱۳ پاکستانیو په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژلي دي.
طالبانو هم د چارشنبې په شپه په هلمند کې دوو موټر بم بریدونو او د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې په وسلوال برید سره افغان ځواکونه په نښه کړل.
د جګړې ګرمېدو ته د زلمي خلیلزاد غبرګون:
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي د تصویرونو او د عيني شاهدانو څرګندونې ښيي چې هرات کې د افغان ځواکونو په هوايي ګوزار کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکيان وژل شوي دي.
زلمی خلیلزاد خپلو ټويټونو کې د طالبانو تاوتریخوالي ته په اشاره وايي: ”د طالبانو پر وروستیو بریدونو هم خواشیني یو، ډېر ا فغانان پکې ووژل شول. ”
د زلمي خلیلزاد په خبره، ډېر قبرونه خبرې نه رامنځ ته کوي: “افغان ولس سملاسي د داسې خبرو پیلېدل او روغه غواړي چې د دوی په ګټه وي”.
نوموړی زیاتوي:
“د دې بهیر د شاته کولو په ځای موږ له ټولو غواړو چې تاوتریخوالی کم کړی، ولس خوندی کړي او اړین زغم وښيي ځکه د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدل نږدې دي.
وروستي تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو غبرګون
د هرات له برید وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم وايي، د دې په ځای چې افغانان د سولې لپاره په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وکړي، افغانستان کې د تاوتریخوالي تازه څپه کې له هر لوري ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:
“وګړنیو سیمو کې بریدونه، ځمکنۍ جګړه، هوايي بریدونه او چاودنې بده مرګ ژوبله لري او افغانستان کې پر ښځو او ماشومانو بد اغېز پرېږدي”.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، د ټولو افغانانو د ګټې لپاره اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري تاوتریخوالی کم کړي، د اړتیا وړ بندیان خوشي کړي، د اختر ورځو کې جګړه ودروي او بې ځنډه د سولې خبرې پیل کړي.