افغان چارواکي وايي د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې پوله ساتي سرتیري ټپيان شوي دي.

این مطلب را با دوستان تان شریک سازید

افغان چارواکي وايي د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې پوله ساتي سرتیري ټپيان شوي دي.

دا په تېرو څو میاشتو کې ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې د دواړو هېوادونو د خال خال نښتو وروستۍ پېښه ده چې لا یې په ترڅ کې پاکستاني لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وویل هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو دده په وینا پر افغان سرحدي ځواکونو برید وکړ. ښاغلی دهقان دا و نه ويل چې ولې د دوى پر ځواکونو بريد شوى خو وايي افغان ځواکونو ځوابي برید وکړ او له هغه لوري د سرحدي ځواکو پر پوستې د توپونو مرمۍ وویشتل شوې چې په پایله کې درې افغان سرتیري ټپیان شوي دي. د کونړ د پولیسو ویاند وايي دې نښتې درې ساعته دوام وکړ.دا پيښه د سرکاڼو ولسوالۍ ناوه پاس سیمه کې رامنځته شوې، دا هغه سیمه ده چې کونړ او کرښې بله غاړه باجوړ سره نښلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *