د اوکراین پوځ د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د روسیې په ورونژ سیمه کې یې د بوریسوګلبسک پر هوايي ډګر د شپې په برید کې شپږ سوخو-۳۴ ډوله پوځي الوتکې ویجاړې کړې دي. د اوکراین لوی درستیز ویلي چې د ټولو شپږو الوتکو ته د زیان اوښتل یې تایید کړي دي. د راپورونو له مخې، اوکرایني پوځ په دې برید کې د خپل کورني جوړ نپتون توغندیز سیسټم کارولی دی.

تر اوسه د روسیې لوري د دې برید او یا هم اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي. دا برید دوه ورځې وروسته له هغه کیږي چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنې کی

یف او نورو ښارونو د بالستیک توغندیو پراخ بریدونه وکړل. د ولسمشر زلنسکي په وینا، په دغو بریدونو کې چې ډیری یې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي وو، شپږ کسان ووژل شول او شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ کسان له برېښنا بې برخې شول.