په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل نوي درې میاشتني راپور کې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو د جولای له میاشتې تر سپټمبر پورې په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۴۴۳ تنه په خپل

سري ډول نیولي او توقیف کړي دي. دغه راپور، چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې دوره تر پوښښ لاندې نیسي، د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمېر پېښې مستند کړې دي. د راپور له مخې، ډېری نیونې د ښځو لپاره د حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو، د نارینه وو د ږیرو د لنډولو، په جماعت لمانځه کې د نه ګډون او موسیقۍ ته د غوږ نیولو له امله شوې دي.

یوناما د دغه وزارت د کارکوونکو لخوا د ښځو او نارینه وو سره د ۹۷ ناوړه چلند پېښې هم ثبت کړې دي. راپور ځانګړو پېښو ته اشاره کوي، لکه په هرات کې د چادر د نه اغوستلو له امله د ښځو نیول، له محرم پرته روغتیايي مرکزونو ته د ښځو د ننوتلو منع کول، او د حجاب له امله د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د یوې شپې لپاره زنداني کول. دغه بنسټ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو ۱۴ خپل

سرې نیونې او څلور وژنې او د شیعه ټولنې پورې اړوند بنسټونو باندې فشارونه، د خاتم النبیین پوهنتون د تړلو په ګډون، هم ثبت کړي دي. په غبرګون کې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور رد کړ او له یوناما څخه یې وغوښتل چې “د پروپاګند پر ځای” خپلې ارزونې د “عیني واقعیتونو” پر بنسټ ترسره کړي. ښاغلي مجاهد وویل چې خلک “د اصلاح لپاره” او د نافذه قوانینو پر بنسټ نیول شوي او یوناما د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې له پامه غورځوي.