په قطر کې افغان طالبان وايي، د قطر دفتر سیاسي پلاوی یې په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ناسته لري

این مطلب را با دوستان تان شریک سازید

په قطر کې افغان طالبان وايي، د قطر دفتر سیاسي پلاوی یې په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ناسته لري.د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین خپل تازه ټوېټ کې وايي، د دې ډلې مرستیال او د مرکچي پلاوي مشر ملا برادر اخوند پرون هم له زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر سره ناسته درلوده:”دواړه خواوو د راتلونکو اقداماتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې”.ښاغلي شاهین ویلي، د سې شنبې په ورځ به هم “د مذاکراتي ټیمونو ګډ مجلس دوام ولري”.د طالبانو یوه لوړپوړي غړي وویل، امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د دوی وړاندیز منلی چې د تړون لاسیکولو پر مهال امن فضا جوړه شي.  بل خوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، سوله د یو کس او یو وزارت کار نه‌دی او باید ټول ولس په‌کې ګډون ولري.اوس چې تر بل هر وخت زیات د افغان سولې په اړه خبرې په افغانستان دننه او بهر ګرمې او ویل کېږي چې یوې ممکنه هوکړې ته رسېدلې دي، د افغان حکومت اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې په دې برخه کې کار کول یوازې د سولې وزارت او یو کس کار نه‌دی.عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۳۰» د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ټول ولس غږ او خبرې واورېدل شي او یو هر اړخیزه مذاکراتي ټیم جوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کرونا را شکست میدهیم!

ویروس کرونا در بسیاری از کشورهای جهان شیوع پیدا کرده و جان بسیاری را گرفته است. دبیرکل سازمان بهداشت جهانی اعلام کرده که "کُووید ۱۹" (بیماری ای که ویروس کرونا عامل آن است) به مرحله همه‌گیری جهانی رسیده است. بهترین راه مبارزه با کویید - 19 یا کرونا ویروس اجتناب از اجتماعات است.