سعودي په افغانستان کې “سل ښوونځي او یو روغتون” جوړوي

این مطلب را با دوستان تان شریک سازید

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر ویلي، هېواد به یې په افغانستان کې یو روغتون او سل ښوونځي جوړوي، او پر ۳۵ نورو پراختیایي پروژو به هم کار کوي. جسیم محمد الخالدي نن یکشنبه د افغانستان د مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلمیار سره په کتنه کې وویل، د ۳۰ میلیونو ډالرو په لګښت دا روغتون به په پلازمېنه کابل کې جوړوي.

د سعودي سفیر همدا راز ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړولو چارې هم پیل شوې دي، او هېواد به یې له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره افغان دولت سره دوه سوه میلیونه سعودي ریاله مرسته هم کوي.

د سعودي حکومت په ۱۹۸۰ لسیزه کې له افغان مجاهدینو سره نږدې اړیکې درلودې، او وروسته د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ په هغو ۳ هېوادونو کې و چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي وو.

سعودي عربستان په داسې حال کې د سل ښوونځیو او په ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړولو اعلان کوي چې افغان حکومت له هېواده بهر، په ځانګړې توګه د پاکستان په دیني مدرسو کې د ځوانانو د تندلارې کولو په اړه اندېښنه ښودلې.

دا مهال ګڼ شمېر افغان ځوانان د پاکستان په بېلابېلو مدرسو کې پر دیني زدکړو بوخت دي. افغان حکومت وایي، په دې مدرسو کې ځوانان په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالي ته هڅول کېږي.

د افغانستان او پاکستان په ګڼو سیمو کې د ناامنۍ او رسمي ښوونځیو د نشتون له کبله همدا دیني مدرسې د ماشومانو د زدکړو یوازینۍ اسانتیا ده.

مدرسه
د عکس تشریح،افغان حکومت اندېښنه لري چې د پاکستان دیني مدرسنو کې ځوانان تندلارۍ او په افغانستان کې جګړې ته هڅول کېږي

په کابل کې د سعودي سفیر ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د جګړې پای ته لېواله دی او غواړي چې د بیا رغونې او پرمختګ په چاره کې مرسته وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار له سعودي سفیر سره په دې کتنه کې غوښتنه کړې چې د حج مراسمو لپاره دې ورتلونکو افغانانو شمېر زیات کړل شي.

دا مهال هر کال ۳۰ زره افغانان د حج په مراسمو کې د ګډون حق لري، خو ښاغلي مسلمیار غوښتنه کړې چې دا شمېر دې ۵۰ زرو ته لوړ شي.

سعودي سفیر ژمنه کړې چې راتلونکی کال به د حج مراسمو لپاره د ورتلونکو افغانانو شمېر زیات کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي حکومت سږ کال د کورونا وېروس وبا له کبله د حج لپاره له بهره د زایرینو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *