د وسله والو غلاو او ناامنیو په اړه د هرات مېشتو شکایت د وسله والو غلاو او ناامنیو په اړه د هرات مېشتو شکایت
د هرات ځينې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناامنیو او وسله والو غلاو د زیاتوالي په اړه شکایت لري. د هرات یو اوسېدونکی ادعا لري چې وسله والو غلو د چهارشنبې پر شپه د هرات د امنیه قومندانۍ په ۳۰ مټرۍ واټن کې پر هټۍ برید کړی او ټولې پیسې یې وړې دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د هرات د امنیه قومندانۍ په ۳۰ مټرۍ کې د شپې ناوخته وسله والو غلو د یوه هټۍ کولپ مات او ۲۰۰ زره افغانۍ پیسې یې له ځان سره یوړې دي.
د دغې هټۍ څېښتن معروف پیمان وايي چې غلو د هغه پیسو د زېرمې صندوق له ځان سره وړی دی.
هغه وویل:«د هرات د امنیه قومندانۍ ۳۰ مټرۍ ته راځي کولپونه ماتوي په داسې حال کې چې د کولپونو شاوخوا سمنټ هم ماتېږي دروازه پرانیزي، هغه سیف چې دوسوه کیلو وزن یې و هغه له پیسو او اسنادو هر څه چې د هغه په منځ کې و له ځان سره وړي.»
په هرات ولایت کې وسله والو غلاو زیاتوالي د دغه ولایت اوسېدونکي زښت زیات اندېښمن کړي دي.
په دې منځ کې په خواله رسنیو کې د وسله والو غلاو ځينې انځورونه لاس په لاس کېږي چې وسله وال غله یو ځوان په ډزو سره ټپي کوي.
د دغو شبکو ځينې کارونکي غلو ته د درنو مجازاتو غوښتنه کوي.
د هرات اوسېدونکی عبدالقیوم څرګندوي:«هټۍ چور کېږي، موتر سایکلونه وړل کېږي، حتا تر دې بریده چې خلک نور ستومانه شوي. که چېرې امنیت نه شې نیولای نو پرېږده.»
د هرات بل اوسېدونکی سراج الدین مرادي هم وايي:«موږ له ناامنۍ ډېر کړېږو.»
د هرات د ولايتي شورا ځينې غړي د حوزو د امرانو لرې کول او وسله والو غلو ته درنه سزا په دغه ولایت کې د وسله والو غلاو د کموالي لپاره یوزاینۍ لار ګڼي.
د هرات د ولایتي شورا غړی وکیل احمد کروخي:«هغه کسان چې کم کاره دي، بې پامه دي… باید د حوزې هغه امران مجازات شي.»
د هرات د پولیسو قومندانۍ وايي چې د تېرو دوه میاشتو په لړ کې کابو ۴۵۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د هرات د پولیسو قومندان عبدالله نورزی څرګندوي:«سمه ده چې هرات بشپړ امنیت نه لری، خو له ۹۸ کال راهیسې ناامنه شوي نه دي بلکې موږ ډېرې ښې لاسته راونه لرو.»