د واک پر وېش د حکومت د مشرانو د اختلافونو پر دوام نیوکې
د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیکه دوه میاشتې تېرېږي، خو لا هم دغه حکومت خپله ټوله کابینه نه ده معرفي کړې او د واک د وېشنې پر سر لا هم سره اختلاف لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي کابو لس میاشتې تېرېږي، ځينې سیاستوال او حقوق پوهان وايي چې د حکومت مشران تراوسه نه دي توانېدلي چې د واک پر وېش سره سلا شي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تېر کال د تلې په شپږمه ترسره شوې او له پنځو میاشتو جنجالونو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو ټاکنو پایلې اعلان کړې. خو اختلافونه لا هم پر خپل ځای وو، خو د روان کال د غوايي په ۲۸ مه د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک سره، تمه کېده دغه اختلافونه پای ته ورسېږي، خو داسې ښکاري چې اختلافونه پر خپل ځای دي.
د کابینې د غړو نه معرفي کېدل کولای شي د دغو اختلافونو پر شتون دلالت وکړي – هغه اختلافونه چې حقوق پوهان یې د دوام په اړه ګواښ کوي.
یو له دغو حقوق پوهانون روح الله سخي زاد باور لري چې د دغو اختلافونو دوام، کولای شی د هېواد د دوه لسیزو لاسته راوړنو ته زیان ورسوي:«که چېرې په داسې شرایطو کې د کابینې غړي معرفي نه شي… او یو سرورکی حالت وي، کولای شي چې د دوه لسیزو لاسته راوړنو ته زیان ورسوي.»
خو لا تراوسه دغه حکومت خپله ټوله کابینه نه ده معرفي کړې او د واک د وېشنې پر سر لا هم سره اختلاف لري.
ځينې هېوادوال وايي چې د اختلافونو دوام او همدارنګه د کورونا ویروس خپرېدا، په هېواد کې د بې وزلۍ کچه لوړه کړې ده – هغه بې وزلي چې څو ورځې مخکې ولسمشر وویل ۹۰ سلنې ته رسېدلې ده.
احمد وزیر چې د پلازمېنې کابل په سړکونو کې د ترکاریو پر پلور بوخت دی حکومتي مشران د هېوادوالو د غوښتنو پر وړاندې بې غوره بولي:«هېڅ قاضي دوی سره نه شي جوړولای. تر هغې چې په خپله په خپل منځ کې سره جوړ نه شي او پرخلکو زړه سوی ونه لري، پر یتیمانو څوک رحم نه کوي.»
د کابل بل اوسېدونکی موسي هم وايي:«دوی (د حکومت مشران) په خپل عیش او دبدبه کې دي، د خلکو په کیسه کې نه دي چې بې وزله، بې چاره او غریب خلک به څنګه کېږي.»
تر دې مخکې د ملي مصالحې په عالي شورا کې سرچینو ویلي، د غني او عبدالله تر منځ د اختلافونو لامل، د والیانو، د وزارتونو د مرستیالانو، د مشرانو جرګې د انتصابي غړو او همداراز د خپلواکو بنسټونو د مشرانو په معرفۍ کې د ارګ له لوري د ملي مصالحې د عالي شورا د ونډې نه معلومېدل دي.
له بل لوري د ولسمشر غني له لوري د کابینې غړیتوب لپاره د عبدالله عبدالله له لوري د ورپېژندل شویو ځينو کسانو ردېدل هم دغه بهیر ځنډولی دی.