د بشري حقونو کمېسیون: د هرات هوايي برید کې ولسي وګړي وژل شوي

این مطلب را با دوستان تان شریک سازید

په داسې حال کې چې ملي دفاع وزارت وايي چې د هرات په عملیات کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی، خو عبدالله عبدالله وايي چې په دغې پېښه کې مُلکیان وژل او ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دوه ورځې مخکې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې ولسي وګړي وژل شوي دي.
  
دغه کمېسیون همدارنګه وايي چې د وژل شویو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خو تېره ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وویل چې په دغه هوايي برید کې طالبان په نښه شوي دي او ولسي وګړو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
 
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ وویل:«د ډاډ په نشتون کې باید د کسانو په نه پوځي والي وړاندوینه وکړي او برید ونه کړي. نو له بده مرغه د هرات په ادرسکن کې د تفکیک اصل او د دقت اصل د نړیوال بشرپاله حقوقو په مطابق په پام کې نه دي نیول وي او تر پښو لاندې شوي دي.»

په هرات کې سرچینې د دغه برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څوډوله معلومات وړاندې کوي.

 په هرات کې یو ځايي چارواکی د ۴۰ طالبانو د وژل کېدو خبرورکوي خو د پېښې شاهدان په دې پېښه کې له پنځو تر اتو پورې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کوي.

د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون غړی فدا محمد الفت صالح وویل:«دا څه روان دي؟ له یوې خوا دوی بندیان ازادوي او له بل خوا له غلطو راپورونو سره هوايي بریدونه – ترسره کوي چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېږي.»

خو ملي دفاع وزارت تېره ورځ د یوې وېډیو له خپرولو سره ټينګار کوي چې په دې پېښه کې یوه ډله طالبان وژل شوي دي.
 
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«په هرات ولایت کې د چهارشنبې په ورځ زموږ د ځواکونو عملیات، د کره کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ شوي او موخه هم دښمن و، او هغوی ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.»

د مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د هرات پېښه خواشینوونکي بولي او وایي چې په دې پېښه کې د ملکیانو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه وژل شوي دی.

ښاغلی عبدالله زیاتوي په داسې وضعیت کې چې تمه کېده د بین الافغاني خبرو په نږدې کېدو سره په هېواد کې تاوتریخوالي کم شي؛ خو د جګړې په ډګرونو د مرګ ژوبلې شمېرې د انساني ناورین ښودنه کوي.
 
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د هوايي بریدونو د دقت پر څرنګوالي نیوکې شوي دي او دا لومړی ځل نه دی چې په دغه راز پېښه کې ولسي وګړي وژل کېږي.

هېوادوال د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې تاوتریخوالي کم کړي او ولسي وګړي په نښه نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *