په یمن کې د یوه راکټي برید د قربانیانو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېد.

این مطلب را با دوستان تان شریک سازید

په یمن کې د یوه راکټي برید د قربانیانو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېد.د راپورونو له مخې دا توغندی د شنبې په شپه د مارب په ښار کې پر یوې مدرسې لګېدلی دی.توغندی په داسې حال کې په دې مدرسه ولګېد چې د یمن ولسمشر ته وفادار ځواکونه هلته موجود وو.چارواکو همدارنګه ویلي چې ۱۴۷ کسان تر دې مهاله ټپیان دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت خراب دی.د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دا برید یو ترورېستي برید او د ایران پلوه حوثي ملېشو کار بللی دی.تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان هم دا برید غندلی و.یمني حوثي چې د ایران رژیم‌یې ملاتړ کوي، د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *