قبر کې ژوندۍ موندل شوې ماشومه اوس له خطره بهر ده

این مطلب را با دوستان تان شریک سازید

هند کې ډاکټران وایي، هغه نوې زېږېدلې ماشومه چې څه موده وړاندې په یوه قبر کې ژوندۍ موندل شوې وه، اوس له روغتیایي پلوه روغه او له خطره بهر ده. دا ماشومه په تېره اکتوبر میاشت کې د کوما په حال کې روغتون ته وړل شوې وه.

خو اوس د روغتون یوه ډاکټر روي کنا بي بي سي ته ویلي، ماشومې وزن اخیستې او وینه کې یې سرې حجرې هم بېرته نورمال کچې ته رسېدلې دي.

د دې ماشومې مور او پلار تر اوسه نه دي موندل شوي، او له یوې ټاکلې مودې وروسته به خلک وکړای شي چې په فرزندۍ یې واخلی. د اوس لپاره دا ماشومه په اتر پردېش ایالت کې د ماشومانو د خیر ښېګڼې له یوې ادراې سره ده.

په اکتوبر میاشت کې کله چې یو سړي د خپلې مړې لور لپاره قبر کینده، د ځمکې کیندلو پر وخت یې بېلچه په یوه خټین لوښي ور برابره شوه. دې سړي چې کله یې لوښی له خاورو را و ایست نو منځ کې یې ماشومه ژوندۍ وه. هندوان له خپلې عقیدې سره سم مړي سوځوي، خو د کوچنیو ماشومانو مړي اکثر خاورو ته سپارل کېږي.

ډاکټران وایي چې دا ماشومه تر وخت د مخه زېږېدلې وه، او وزن یې یوازې یو کیلو و. دا مالومه نه ده چې دغه ماشومه د څومره وخت لپاره تر ځمکې لاندې ښخه وه.

داسې باور کېږي چې په خټین لوښي کې د هوا تېرېدو لپاره یو سوری د دې سبب شوی چې ماشومه تر خاورو لاندې هم اکسیجن واخلي.

پولیسو قضیه ثبت کړې ده او د ماشومې د مور او پلار موندلو هڅې روانې دي. په هندې کې نجونې ډېر کله پر کورنیو اقتصادي بار ګڼل کېږي او له دې وړاندې هم دا ډول پېښې بیا بیا ثبت شوې دي.

ډېری میندې دې ته هم اړ ایستل کېږي چې نجونې ان تر زېږېدو وړاندې ضایع کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *